IQNA

د غزې جنګ  او دې ځل په اسپانیان کې له اسلام سره دګروهنې زیاتیدا

8:14 - January 18, 2024
د خبر لمبر: 3488587
ایکنا- د فلسطین دغزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم  جنایتونه لامل شوي دي ډیری لویدیځي ځوانان د مسلمانانو له دیني اعتقاداتو سره له بلدتیا سره دلچسپی پيدا کړي .له هغو  ډير ځوانان د قرآن کریم دمقدس کتاب په مطالعې اود میرمنو دحقوقو، ژواک چاپيریال او له ظلم سره د مقابلې په څير د موضوعګانو په نسبت په دغه آسماني کتاب  له کړچار سره بلدتیا اسلام ته د  ګروهنې سبب شوې ده.اوس البته د غزې له جنګ وروسته د  اسپانیا خلک د اسلام د دین په باب ډير حساس او کنجکاؤ شوي دي او له  هغوي ډيرو زیاتو خلکو له اسلام سره مینه پیدا کړې ده.

 ایکنا د  ګولیستان  نیوز ټي وي له قوله راپور راوي،په اسپانیا کې د یوه ځای مسلمان رهبر په وینا، د فلسطین د مظلوم ملت په ضد په تیره بیا دغزې تړانګې په ضد د اسرائيلي رژيم د حملو زیاتیدا  له اسلام سره د خلکو ګروهنه  او ذدغه جنګ د علتونو په باب ډير حساسیت راپارولی  دی.

په اسپانیا کې د اسلامی ټولنې او د ګرناډا جومات د فاونډیش مشرعمر دل بوزو  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د فلسطین موضوع د خلکو په ذهنونو کې ډيرې پوښتنې راولاړې کړي دي. هغه وائي ، شاید اروپاانو دلومړي ځل لپاره  دحقیقت لیدل او آوریدل پیل کړي دی ؛  هره اونۍ د اندلس په جنوبی سیمې کې یو جومات د یوه یا دوو تازه مسلمانانو او د ځوانانو اسلام سره دګروهنې شاهد دی.

دل پوزو همداراز وائي ،  چې دفلسطین موضوع  په هغو کسانو کې له مسلمانانو سره دهمدردۍ دزیاتیدا  لامل شوې چې مخکې ئې د اسلام په باب تر یوه حده معلومات درلودل. دوي داسرائيلو حملې ،جنایتونه  او دروغ ویني  او په نتیجې کې پخپل ذهن کې او د شاوخوا کسانو په ذهننو کې د راپورته شوو ډيرو پوښتنو ځوابونه غواړي.

دل پوزو همداراز زیاتوي چې خپلو کورونو ته د بیرته ستنیدا  او له هغوی سره دمبارزې لپاره د فلسطینیانو اراده، دغو پوښتنو ته معنوی اړخ ورکوي، خلک اسلام له دې لارې کشفوي. هغه وائي  چې په ګراناډا کې له فلسطینه په ملاتړ کې ډيرې زیاتې مظاهرې شوي دي.هغه ووئيل، مونږ  خپلو مسیحي ګاونډیانو ته هم توضیح ورکووچې  په فلسطین کې څه تیریږي . دوی   په مظاهرو کې پوښتنې کوي او هڅه کوي ، د اسلام په باب  لازیات څه زده کړي. وئيلی شو چې اسلام ته لازیاته توجه شوې ده .دا  توجه یوازې  ګراناډا ته محدوده نه ده ، بلکې د اروپا زیاتره خلکو په خپل لوړ غږ سره ددې موضوع په باب چغې پورته کړي دي.

ایکنا - تلاوت قرآن، آرامش بخش دردهای مردم غزه + فیلم - صاحب‌خبر

په اسپانیا کې یو تازه مسلمان شوي ناهوئل کالدرون  هم وائي؛  هغه  او دهغه کیدونکی میرمنې د اسلام په باب ډير څه زده کړي دی او په دا وروستیو کې مسلمان شوي دي و هغه زیاتوي، وئيلی شو چې باطني آرامښت مو زیات شوی دی او اوس له ښه ژوند لرم::

ګراناډا سیمه د اوه دیرش زره مسلمانانو ټولنه لري چې د څلورزره اسپانیاوالو چې اسلام ئې منلی دی ، او دهغوي  دریم نسل بچیان  هم په دوي کې شامل دی.

په ټولې آسبانیان کې تقریبا درې میلیون مسلمانان دي چې زیاتره ئې اصالتا د مراکش ،پاکستان، بنګله دیش ،سنګال  او الجزایر ښآیریز دي . دوي زیاتره په کاتالونیا،  والنسیا،اندلس اوماډریډ کې ژوند کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4194399

 

captcha